IQNA

د ارزښتمند میراث په توګه د اوټاوا جومات  د ثتبیدا وړاندیز

12:01 - May 12, 2025
د خبر لمبر: 3491103
ایکنا – د کینیډا د اوټاوا ښار شورا  وړاندیز کړی چې د دغه ښار تاریخي جومات د ارزښتناک  میراث په توګه ثبت شي.

  ایکنانیوز  د سي بي سي په حواله راپور راکوي، د کینیډا  د اوټاوا  ښار شورا د وړاندیز له مخې، د اوټاوا جومات د معماري او کلتوري ارزښت  په دلیل  به  ډیر زر د انټاریو د میراث قانون له مخې په رسمي توګه د تاریخي ودانۍ په توګه وپیژندل شي.

د اوټاوا جومات، چې د ۲۵۱ نارت  وسټرن واټ په کوڅې کې موقعیت لري، د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۹ کلونو ترمینځ په  مودې کې جوړ شوی او په دې ولایت کې یو لومړنی هدفي جومات دی.

سي ټي وي نیوز د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې دا مرکز، چې د اوټاوا د مسلمانانو ټولنې لخوا اداره کیږي، یوه کتابتون، تعلیمي پروګرامونه او ټولنیز خدمتونه لري چې د ځاي مسلمانې ټولنې خدمت کوي.

د  اوټاوا د میراث کمېټې لپاره په  چمتو شوي راپور کې، د ښار کارکوونکو یادونه کړې چې دا جومات د تاریخي میراث په توګه د ثبت لپاره د اړتیا وړ  نهو معیارونو څخه پنځه پوره کوي. دوی دا ودانۍ د «یوې عصري عبادتځای د یوې بې ساري او نادرې بیلګې» په توګه یاده کړې او په ښار کې ئې د یوازیني عصري جومات په توګه  پر ارزښت ټینګار کړی.

د ښار شورا اعلان کړی:چې دا ودانۍ د ساده بڼې او د اوسمهاله وادانیو  د موادو په کارولو سره د عصري سټایل استازیتوب کوي. له بلې خوا،د ۲۵۱ نارټ وسترن واټ ودانۍ د یو  او سمهاله جومات د یوې غوره بیلګې په توګه، د اسلامي دودیزو معماري ځانګړتیاوو لکه ګنبد، منارې او مربع پلان لرونکي لمانځه خونې سره، د معماري ارزښت لري.

 د دغه راپور له مخې،دا جومات د خپل معماري سټایل، د اوټاوا د مسلمانې ټولنې سره د اړیکې او د ښاري جوړښت په پراخه چوکاټ کې د هغې د رول له امله ارزښتناک دی.دا جومات  د ښار د څو کلتوري او مذهبي لرلید کې د یوې تاریخي  ودانۍ  په توګه په پام کې نیول کیږي.

د ښار چارواکو په ۲۰۲۳ کال په  نومبر میاشت کې د اوټاوا د مسلمانو ټولنې له استازو سره وکتل څو د دې احتمالي ثبت په اړه خبرې وکړي. دا موضوع به د سه  شنبې په ورځ د میراث جوړې شوي کمېټې لخوا وڅیړل شي، کله چې تمه کیږي د رسمي اعلامیې د صادرولو په اړه رایه واخیستل شي.

 https://iqna.ir/fa/news/4281698   

captcha